په هرات کې دخپلواکۍ ورځ ونمانځل شوه

comments 0

58 Views

هندوکش – هرات: سلګونو دیني عالمانو په هرات ولایت کې دیوې غونډې په ترڅ کې دخپلواکۍ ۱۰۰ کالېزه ونمانځله.
په یاده غوڼده کې ددیني عالمانو،دديني مدرسو زده کوونو په ګډون دحج او اوقافو وزیرعبدالحکیم منیب هم ګډون کړي و،نوموړي دخپلواکۍ دسلمې کالیزې دنمانځنې په غونډه کې تاکید وکړ، چې دیني عالمان دې دوطن او وطن دوستي په خاطر خپله دنده ترسره کړي نوموړي همداراز وویل، چې دهېواد اوهېوادوالو په وړاندې ددیني عالمانو مسولیت له بل هرچا زیات دي،ښاغلي منیب ژمنه وکړه، چې دخپلواکۍ د ورځې دښه ترسره کیدوپه خاطر به په هېوادکې دقران کریم دتلاوت او نورې اسلامې برنامې په لاره واچول شي.
همداراز ولسمشر غني له حج او اقافو وزارت سره ژمنه کړې،چې دخپلواکۍ دسلمې کالیزې په مناسبت به په هېواد کې ۱۰۰مسجدونه رغوي.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments