په هرات کې دافغان ځواکونو په عملیاتو کې۲۰۰ طالبان وژل شوي دي

comments 0

50 Views

هندوکش – هرات: دنوي کال له پیل راهیسې د هرات ولایت په پشتون زرغون، اوبه،چشت شریف او رباط سنګي ولسوالیو کې دافغان ځواکونو په عملیاتو کې د۵۰ طالب قوماندانانو په ګډون ۲۰۰طالبان وژل شوي دي.
دهرات امنیه قوناندانۍ ویاند عبدالحد ولي زاده وايي،چې په وژل شوو طالب غړو کې دبهرنیو هېوادونو وسلوال هم شامل دي، چې دلته یې له افغان ځواکونو سره جګړه کوله، نوموړي زیاتوي،چې طالبانو په وړاندې عملیات دوام لري،نوموړي واییي، چې طالبان دملکي کسانو له کورونو،څخه دسپر په توګه ګټه اخلي او له همدې امله ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments