په هرات ولایت کې ۱۷ تنه طالبان وژل شوي دي

comments 0

6 Views

هندوکش ـ هرات: د هرات ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو د هرات ولایت په زاول ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په پوستو بریدونه کړي، چې د افغان ځواکونو له سخت غبرګون سره مخامخ شوي او په نتیجه کې ۱۷ تنه وسلوال طالبان وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
چارواکي وايي، چې په ترسره شوو عملیاتو کې د ۱۷ تنو طالبانو په وژل کیدو او ۹ تنو په ټپي کیدو سربیره ګن شمیر سپکې او درنې وسلې د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
طالبانو تراوسه په دې نظر نه دی ورکړی.
امیرحسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments