په هرات ولایت کې طالبانو ته درنه ژوبله اوښتي

comments 0

0 Views

هندوکش ــ هرات: د هرات ولایت امنیتي چارواکي وایي:د تیرو پنځه میاشتو په اوږدو کې ۵۰۰ وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
چارواکي وايي،چې طالبانو ته یاده مرګ ژوبله دهرات ولایت په مخلتفو ولسوالیو کې اوښتې ده.
دهرات ولایت والي ویاند جیلاني فرها د وايي، چې په تیره یوه میاشت کې ۱۰۰ وسلوالو طالبانو ته دکشک کهنه، کشک رباط سنگی، چشت او اوبه ولسوالیو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړي زیاتوي، چې په نوموړو عملیاتو کې ملکي افراد ته هیڅ ډول تلفات نه دي اوښتي.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments