په هرات ولایت کې د ملي امنیت موظفینو یو ماین جوړونکی نیولی دی

comments 0

8 Views

هندوکش ـ هرات: د هرات ولایت ملي امنیت ریاست چارواکي وايي، چې تیره ورځ د ملي امنیت موظفینو د یو لړ کشفي او استخباراتي معلوماتو په اساس یو ماین جوړونکی نیولی دی.
ځايي چارواکي وايي، چې نوموړی وسلوال د سرپل ولایت سنچارک ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی دی.
نیول شوی کس وايي، چې په لومړیو کې د طالبانو د بې ګناه افغانانو د وژنې په هدف او د افغان ځواکونو په پوستو باندې بریدونو ته تشویقولم او راته ویلې به یې چې پرته له کومې خبرې مستقیما جنت ته داخلیږې.
نیول شوي کس په خپلو کړنو پېښماني ښودلې او له نورو طالب وسلوالو څخه یې غوښتنه کړې، چې له تخریبي کړنو څخه لاس واخلئ.
امیرحسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments