په هرات ولایت کې د طالبانو نظامي مسئول وژل شوی

comments 0

3 Views

هندوکش ـ هرات: د هرات امنیتي چارواکي وایي، چې تیره ورځ د هرات ولایت په اوبه ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې د اوبه ولسوالۍ لپاره د طالبانو نظامي مسئول له خپلو ۹ ملګرو سره یو ځای ووژل شو.
چارواکي زیاتوي، چې وژل شوی طالب وسلوال په یاده ولسوالۍ کې په وژنو،چاودنو او د افغان ځواکونو پوستو باندې په بریدونو کې لاس درلود.
وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په ورته وخت کې د یادې ولسوالۍ اوسیدونکو د افغان ځواکونو د ملاتړ ترڅنګ د طالبانو پر ضد د عملیاتو غوښتنه وکړه.
امیرحسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments