په هرات ولایت کې د طالبانو ماین چاودنې د ۳ تنو ولسي وګړو ژوند واخیست او۳ تنه نور یې ټپیان کړل

comments 0

132 Views

هندوکش ـ هرات: د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، چې تیره ورځ وسلوالو طالبانو د هرات ولایت ــ اسلام قلعه پر لویه لاره د سړک پرغاړه ماین ځای پرځای کړی و، چې له امله یې ماین د ولسي وګړو په یوه سراچه ډوله موټرچاودنه کړې، چې په پایله کې ۶ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړی وايي، چې په یاده پیښه کې د میرمنو او ماشومانو په ګدون ۳ تنه وژل شوي او ۳ تنه نور سخت ټپیان شوي دي.
نوموړی زیاتوي، چې په یاده چاودنه کې ټپي شوي ولسي وګړي د ښې درملنې لپاره د یاد ولایت سیمه ییز روغتون ته انتقال کړي دي.
وسلوالو طالبانو تراوسه دیادې پیښې په اړه څه نه دي ويلي.
امیرحسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments