په هرات ولایت کې د طالبانو له لوري د ځای پرځای شوی ماین چاودنې له امله ۸ تنه ولسي وګړي وژل شوي

comments 0

11 Views

هندوکش ـ هرات: د هرات ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو تیره ورځ د هرات ولایت په کشک کهنه ولسوالۍ کې د سړک پر غاړه ماین ځای پرځای کړی و، چې له امله یې ماین د ملکی وګړو په موټر چاودنه کړې او په پایله ۸ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.
چارواکي وايي، چې په وژل شوو کې میرمنې او ماشومان هم شامل دي.
په ورته مهال کې د یادې ولسوالۍ اوسیدونکي د طالبانو نوموړی عمل غندلی او یاد عمل یې غیر انساني او اسلامي بللی او له طالبانو یې غوښتنه کړې،چې نور د بې ګناه انسانانو له وژلو څخه لاس واخلئ.
دا په داسې حال کې ده چې په غور ولایت کې د طالبانو خښ شوي ماین د یوې کورنۍ ۶ غړي هغه مهال ووژل چې یوه امېدواره مېرمن یې زېږنتون لپاره روغتون ته لېږدوله.
امیرحسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments