په هرات ولایت کې د طالبانو د نظامي کمیسون رییس ووژل شو

comments 0

15 Views

هندوکش ــ هرات: د هرات ولایت په پشتون زرغون ولسوالۍ کې د هوايي ځواکونو په عملیاتو کې د طالب وسلوالو د نظامي کمیسون رییس ووژل شو.
د یاد ولایت ځايي چارواکي وايي وژل شوي طالب قوماندان ملا نبي نومیږي او د هرات ولایت په پشتون زرغون ولسوالۍ کې یې په وژنو، چاودنو اونورو پیښو کې لاس درلود، چې تیره شپه د افغان هوايي ځواکونو په یوه هوايي برید کې ووژل شو.
چارواکي زیاتوي،چې په یادو ترسره شوو هوايي بریدونو کې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments