په هرات ولایت کې دیني عالمانو د افغان ځواکونو د ملاتړ ترڅنګ د اوربند غوښتنه کړې

comments 0

6 Views

هندوکش ـ هرات: په هرات ولایت کې سلګونو دیني عالمانو، قومي مشرانو، ځوانانو او د یاد ولایت اوسیدونکو د یوې جوړې شوې ناستې په ترڅ کې د افغان ځواکونو د ملاتړ ترڅنګ د سولې او اوربند غوښتنه وکړه او په طالبانو یې غږ وکړ، چې له تاوتریخوالي لاس واخلئ او سوله وکړئ.
د غونډې ګډونوالو د سولې په ملي پروسه کې د افغان حکومت دريځ ستایلی او په یاده پروسه کې د افغان ځواکونو د هڅو او قربانیو څخه مننه کړې.
دوي وايي، سوله د هرافغان هیله او غوښتنه ده او باید د جګړې ښکیل اړخونه د ولسونو او خلکو غوښتنه ته مثبت ځواب ووايي.
دیني عالمان زیاتوي، که وسلوال طالبان تاوتریخوالي ته دوام ورکړي ولسونه به د طالبانو په وړاندې ملي پاڅون ته وهڅوي.
امیرحسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments