په هانګ کانګ کې مظاهرې دوام لري

comments 0

0 Views

هندوکش ــ هانګ کانګ: په هانګ کانګ کې جمهوريت پلوه احتجاج کونکي د تېرې اوونۍ په انتخاباتو کې د خپلو پلوي کاندیدانو له بریا وروسته یو وارې بیا لارو کوڅو ته وتلي او مظاهرې یې پیل کړې دي.
د دسمبر د لومړۍ نېټې لاریون له هغې وروسته کېږي چې د نومبر د ۳۰مې نېټې په ماښام د احتجاج کونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې هم شوې دي.
ټاکل شوې چې لاریون کونکي به د امریکا سفارت لورې ته ورځي چې د احتجاج کونکو د تحریک په ملاتړ کې د قرارداد منظورولو په اړه د امریکايي مشرانو مننه وکړي.
د نومبر پر ۲۴مه په هانګ کانګ کې د ضلعي کونسلو په انتخاباتو کې ګڼو جمهوریت پلوه کسانو بریا ترلاسه کړې وه.
دا انتخابات په هغه ښار کې د حکومت پر ضد د شپږو میاشتو مظاهرو وروسته شوي وو.
د انتخاباتو نتیجو ښودلې چې جمهوریت پلوه کاندیدانو په ۴۵۲ څوکیو خپل اکثریت خوندي ساتلی دی.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments