په نیمروز کې ۹ پاکستاني طالبان ووژل شول

comments 0

8 Views

هندوکش ـ نیمروز: ملي دفاع وزارت وايي، افغان هوايي ځواکونو د نېمروز ولایت خاشرود ولسوالۍ اړوند سیمه کې د وسلوالو طالبانو مرکز په نښه کړې چې په ترڅ کې یې د ۹ پاکستانیانو په ګډون ۱۴ وسلوال طالبان وژل شوي دي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د هېواد هوایي ځواک دوه شپې مخکې، د نیمروز ولایت د “خاشرود” ولسوالۍ په “منزرې” سیمه کې د طالبانو یوه قرارګاه په نښه کړې او دې ډلې ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې.
خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دغه هوایي برید کې، ۹ پاکستانیان او ۵ تنه د سیمې طالبان وژل شوي او ۶ تنه نور یې ټپیان شوي دي.
امیرحسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments