په نړۍ کې کرونا له امله د مړو کسانو شمېر له ۲۸۳ زره کسانو اوښتی دی

comments 0

3 Views

هندوکش – امریکا: په نړۍ کې د کرونا ویروس له امله د مړو شوو شمېر له ۲۸۳ زره کسانو اوښتی دی.
د وروستیو معلوماتو له مخې تر دې دمه په ټوله نړۍ کې ۴۱۸۰۳۰۳ کسه په کرونا اخته شوي دي چې له دې دلې ۲۸۳۸۹۵ کسان مړه شوي دي.
په امریکا کې د مثبتو پېښو شمېر ۱۳۶۷۶۸۳ کسانو ته رسېدلی دی. له دې ډلې ۸۰۷۸۷ امریکایان د کرونا له امله مړه شوي دي. په برېتانیا کې د مړو شوو شمېر ۳۱۸۵۵، په ایټالیا کې ۳۰۵۶۰، په هسپانیا کې ۲۶۶۲۱، په فرانسه کې ۲۶۳۸۰، په جرمني کې ۷۵۶۹ او په ایران کې بیا ۶۶۴۰ کسان تر دې دمه د کرونا له امله مړه شوي دي.
تر امریکا وروسته تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې په هسپانیه کې دي. په دغه هېواد کې ۲۶۴۶۶۳ کسان په کرونا اخته شوي دي.
ورپسې برېتانیا، بیا ایټالیا او بیا روسیه هغه هېوادونه دي چې تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې پکې ثبت شوې دي.
فکور نعیمی

Share this page to Telegram

Comments