په نړۍ کې کرونا له امله تر ۲۰۰ زره تنو زیاد کسان مړه شوي دي

comments 0

1 Views

هندوکش – امریکا: په نړۍ کې د کرونا له امله د مړو شوو کسانو شمېر تر ۲۰۰ زره واوښت. د وروستیو راپورونو له مخې تر دې دمه په ټوله نړۍ کې د کووید۱۹ ویروس له امله ۲۰۳۰۲۱ کسان مړه شوي او ۲۹۱۵۲۹۷ کسان ورباندې اخته دي.
همدا راز تر دې دمه ۸۳۴۴۱۴ کسه له دغه ویروس جوړ شوي هم دي. امریکا کې تر دې دمه ۹۵۷۳۶۲ کسان په کرونا اخته شوي، د مړو شمېر یې ۵۴۱۴۵ ته رسېدلی دی.
هسپانیا کې د اخته کسانو شمېر ۲۲۳۷۵۹ او ۲۲۹۰۲ کسه یې مړه کړي دي.
ایټالیا کې ۱۹۵۳۵۱ کسان په کرونا اخته شوي چې له دې ډلې ۲۶۳۸۴ یې مړه شوي دي.
فرانسه کې ۲۲۶۱۴، برېتانیا کې ۲۰۳۱۹، جرمني کې ۵۸۷۳، ایران کې ۵۶۵۰، چین کې ۴۶۳۲ او ترکیه کې بیا ۲۷۰۶ کسه د کرونا له امله مړه شوي دي.
فکور نعیمی

Share this page to Telegram

Comments