په نړۍ کې د کرونا مثبتې پیښې مخ په زیاتیدو دي

comments 0

1 Views

هندوکش – امریکا: د امریکا جان هاپکنس پوهنتون له لورې په یوه ریپورت کې راغلي چې،د وروستیو راپورونو له مخې تر دې دمه په ټوله نړۍ کې ۵۰۸۵۵۰۴ کسه په کرونا اخته شوي دي .
راپور زیاتوي چې له دې ډلې ۳۲۹۷۳۱ کسه یې مړه شوي دي. همدا راز ۲۰۲۱۶۶۶ کسان له کرونا ویروس بېرته جوړ شوي هم دي. امریکا کې د مثبتو پېښو شمېر ۱۵۹۱۹۹۱ ته رسېدلی او مړو شوو کسانو شمېر بیا ۹۴۹۹۴ ته رسېدلی دی. روسیه کې مثبتې پېښې ۳۰۸۷۰۵ ته رسېدلې دي همدا راز په برازیل کې بیا ۲۹۳۳۵۷ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
کرونا ویروس په برېتانیا کې ۳۵۷۰۴، په ایټالیا کې ۳۲۳۳۰، په فرانسه کې ۲۸۱۳۲، په هسپانیه کې ۲۷۸۸۸، په جرمني کې ۸۲۷۰ او په ایران کې ۷۱۸۳ کسان مړه کړي دي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments