په نورستان کې يوې ميرمنې پنځه طالبان ولې و وژل

comments 0

1886 Views

هندوکش ـ پارون: په نورستان کې يوې ميرمنې هغه وخت د پنځو طالبانو په سینه کې د خپل شته ټوپک مرمۍ سړې کړې چې غوښتل يي پر نوموړې جنسي تيری وکړي.

ياده پيښه د نورستان په يوه لرې غرنۍ سیمه چوړدانګل دره کې شوې او ياده میرمن اوس خوندي ځای ته وړل شوې.

د هندوکش له سیمه ایز خبريال سره ددې پيښې عيني شاهدانو ويلي دي چې ياده میرمن په کور کې يوازې وه او خاوند يي په غره کې رمې پيولې چې طالبانو لومړی د کور د تلاشۍ په پلمه د دې کور ته دننه شول او بیا يي پر يادې ميرمنې د جنسي تيري ناولې هڅه وکړه.

کلیوالو وویل:« موږ ته طالبان او داعشیان په يو سرخوږي بدل شوي دي کله طالبان راشي موږ کړوي وايي تاسو خو داعشیان او سلفيان ياست، کله بیا طالبان راشي وايي تاسو خو سلفيان یی موږ د مسلمانانو په توګه زرګونه کلونه دلته ژوند کړی دا د مذهب ټاپې پخوا نه وې بلکه موږ په همدې سیمه کې کالاش او مطلق بې دينه خلک هم لرل خو ورور ولي او انسانيت وو.»

نوموړی وايي:« ولس له افراطيته ځکه په تنګ شوی چې دلته د محمدي شريعت دنفاذ ډله« طالبان» او د اسلامي خلافت د احيا کيدو غوښتونکي « داعشیان» دواړه د اسلام د بربادۍ او مسلمه امت د بې عزتۍ لامل شوي دي.»

قومي مخور وايي چې په ټول هیواد کې له افراطيت او بې ناموسیود کرکې په پار ولسي يون په کار دی ځکه ددوی په خبره د افغان وطن او افغان ولس د روانې بې عزتۍ مخنیوی يوازې دولت نه بلکه ملت يي هم باید وکړي.

دوی وايي:« په ختيځ کې وروڼه قومونه په ډيره مينه ژوند کوي،اهل هنود،عرب، ګوجر،هزاره، اهل سنت او اهل حديث ټول د وروڼو په شان ژوند کوي او د يو بل په وير او درد کې شریک دي خو پاکستان او بادارانو يي د نوې لوبې په لړ کې د افغان ولس نسل وژنه پيل کړې او همدا وحشت کله کله تورسرې اړې باسي چې وسلې ته لاس کړي او پر دې تيري کونکي قتل کړي.»

دوی وايي چې دا يوازې د ميرمنې کيسه نه ده بلکه که پلټنې وشي ډيرې به پټې داسې پيښې شوي وي، مظلوم لوری به قتل شوی وي او یا به نیول شوي وي خو رسنۍ او افغان ولس نه دی پرې خبر.
دوی وايي چې په نورستان او کونړ کې د داعش او طالبانو شته جوړښت نوي سلنه پاکستانی دی او پاکستاني پوځيان او استخبارات يي تر شاه دي دلته د اسلام او محمدي شريعت د نفاذ په پلمه د محمدي امت او الله د بنده ګانو د قتل عام تر څنګ د دوی بې کوره کول، بې عزته کول او يا په خپله ګټه کارول کلونه کيږي روان دي خو نور به ولس دې وحشت ته کله هم اجازه ورنکړي.

باید وويل شي چې دا لومړی وار نه دی چې طالبان افغان ناموس ته په سپکه سترګه ګوري بلکه تر دې مخکې د طالبانو په موباييل کې   د يوې افغانې پيغلې انځورونه، له يوې میرمنې سره د جنسي اړيکې ټينګولو پر مهال د يو طالب قومندان مولوي سردار ويډيو،په ميدان وردګو کې د وژل شوي طالب ډاکټر ميرويس او يو طالب زنداني د میرمنې  د يارانې کيسه، په بدخشان کې پر غواوو او په هلمند کې له خرو سره د جنسي اړيکو لرلو کیسه او ويديوګانې هم رسنيزې شوې.

 

Share this page to Telegram

Comments