په نورستان کې د موټر چپه کیدو له امله څلور کسان مړه شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – نورستان: له نورستان ځاي چارواکي وایي چې نن غرمه مهال نورګرام ولسوالۍ کې د یوه ډاتسن موټر چپه کیدو له امله شلو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د نورګرام ولسوالۍ مولوي تاج محمد په وینا،نن غرمه مهال د کولتن دره کې یو ډاټسن موټر چې د نورګرام مرکز ته را روان و له سړک ښوېدلی او پکې ناست ۴ کسان مړه شوي او ۱۲ټپیان شوي دي.
هغه وايي، ټپیان نېږدې روغتیایي مرکزونو ته انتقال شوي او تر درملنې لاندې دي.
خلک او ولسوال وایي، پېښه د سړک د خرابوالي له امله رامنځته شوې ده.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments