په ننیو بریدونو د ولسمشر خواشیني

comments 0

0 Views

هندوکش ـ کابل:ولسمشر محمد اشرف غني په کابل، فراه، او هلمند ولایاتو کې د وروستیو بریدونو په اړه غبرګون وښود.

نوموړی نن هرات کې د غیر رسمي ښاري ځایونو د ملکیت سند د وېش مراسمو کې د وینا په مهال وویل، په داسې حال کې چې افغانان د ټاپي پروژې د خوشالۍ د جشن په نمانځنې بوخت دي، له بده مرغه زموږ د خاورې او خلکو دښمنانو کابل، هلمند او فراه کې د ترهګریزو بريدونو له لاری په جنايت لاس پورې کړی او زموږ يو شمېر وطنوال يې شهيدان او ټپيان کړي.

ولسمشر وویل، د افغانستان د خلکو دښمنان بايد پوه شي چې د دې خاورې د اقتصادي پرمختګ او د دښمن د ځپلو په مبارزه کې به زموږ اراده او عزم د پخوا په څير په خپل قوت دوام ومومي.

سپوږمۍ پوپلزۍ ـ کابل

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply