په ننګرهار کې ۹ تنه وسلوال طالبان وژل شوي

comments 0

7 Views

هندوکش – ننگرهار: دملي امنیت ځانګړو ځواکونو دننګرهار ولایت په شیرزادو ولسوالۍ کې ځانګړي عملیات ترسره کړي دي، چې په ترڅ کې یې ۹تنه وسلوال طالبان وژلي دي.
دننګرهار ولایت ځايی چارواکي وايي، چې په یادو عملیاتو کې د۹ تنو طالب وسلوالو په وژل کیدو سربیره ګن شمیرسپکې اودرنې وسلې دافغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
چارواکي زیاتوی، چې په یادو عملیاتو کې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
فرهاد شهرانی

Share this page to Telegram

Comments