په ننګرهار کې ۴۲۰ ګیلو ګرامه نشه يي توکي ونیول شول

comments 0

5 Views

هندوکش – ننګرهار: دننګرهار امنیه قوماندانۍ دنشه يي توکو په وړاندې دمبارزې پولیسو ۴۲۰ ګیلوګرامه نشه يی توکي نیولي دي.
دننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند دوهم څارن فرید خان وايي چې دامنیه قوماندانۍ زړورو پولیسو ۴۲۰ ګیلوګرامه نشه یي توکي دروداتو په ولسوالۍ کې په یوه لارۍ ډوله موټرکې چې په ډیر مهارت سره یې ځاي پرځای کړ ي و نیولي دي .
دامنیه قوماندانۍ ویاند زیاتوي چې دنیول شوو نشه يی توکو په تړاو یو تن نیول شوي نوموړي شخص په خپلو جرمونو اعتراف کړي دي او په امنیه قوماندانۍ کې ترپوښتنو لاندې دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments