په ننګرهار کې ۳۱داعش وسلوال ۶۲میرمنې اوماشومان افغان ځواکونو ته تسلیم شول

comments 0

18 Views

هندوکش ــ ننګرهار: د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې دافغان ځواکونو په تصفیوي عملیاتو په پایله کې ۳۱تنه داعش وسلوال او ۶۲میرمنې او ماشومان افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
چاروکي وايي، چې په یادو تصفیوي عملیاتو کې تسلیم شوو داعش وسلوالو یو شمیر سپکې او درنې وسلې افغان ځواکونو ته سپارلې دي.
په ورته وخت کې افغان ځواکونو درې کړۍ ماینونه چې وسلوالو طالبانو په عامه لارو کې ځای پرځای کړي وو، له منځه وړي دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments