په ننګرهار کې ۲ تنه داعش وسلوال وژل شوي دي

comments 0

3837 Views

هندوکش – ننګرهار: دننګرهار ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې دافغان ځواکونوپه عملیاتو کې ۲تنه داعشیان وژل شوي دي.
دننګرهار ولایت امنیتي چارواکي وايي، تیره شپه د افغان ځواکونو په هوايی بریدونو کې ۲تنو داعش وسلوال وژل شوي دي.
دننګرهار ولایت درسینو له مرکز څخه په خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په عین وخت کې دننګرهارولایت په سره رود او بټي کوټ ولسوالیو کې تصفیوي عملیات روان دي.
خبرپاڼه زیاتوي،چې په یادو عملیاتو کې هیڅ ملکي کس ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments