په ننګرهار کې ۲۲داعش وسلوال افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: دننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د ملي اردو ځانګړوځواکونو تصفیوي علمیاتو کې ۲۲تنه داعش وسلوال له ۱۸میله کلاشینکوفونو سره یوځاي افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
دملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي،چې یاد وسلوال هغه مهال افغان دولت ته تسلیم شول، چې یادې سیمو ته ټولې تللې اکمالاتي لارې دافغان ځواکونو له خوا وتړل شوې.
اعلامیه زیاتوي،له نورو وسلوالو هم غوښتنه کوو، چې افغان دولت ته ځانونه تسلیم او وسلې پرځمکه کیږدي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments