هندوکش ــ ننګرهار: افغان ځواکونو دننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي دي، چې په ترڅ کې سلګونه داعش وسلوال له خپلو کورنیو سره یوځای افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
دننګرها رځایی چارواکي وايي، چې په یادو عملیاتو کې د داعش وسلوالو له منګلولو څخه ۴تنه ملکي وګړي هم ازاد شوي دي.
چارواکي زیاتوي، چې په تسلیم شوو داعشیانو کې ۱۰ نارینه ۴۶ میرمنې او ۶۵ ماشومان شامل دي.
چارواکي وايي، چې له تسلیم شوو داعش وسلوالو ۷ میله کلاشینکوفونه هم افغان ځوکونو ته سپارلي دي.
فرهاد شهراني
په ننګرهار کې ۱۲۱تنه داعش وسلوال افغان ځواکونو ته تسلیم شوي
