په ننګرهار کې ۱۱۳تنه داعش وسلوال افغان دولت ته تسلیم شوي

comments 0

10 Views

هندوکش-ننګرهار: دننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې دملي اردو ځانګړو ځواکونوپه تصفیوي عملیاتو کې ۱۱۳تنه داعشیان افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
دځانګړو ځواکونو دقول اردو ویاند عبدالغفارنورستاني وايي،چې دا۱۱۳ تنو داعش وسلوالو په تسلیمدو سربیره ۳۵میله وسلې دملي اردو ځواکونو ته تسلیم کړي دي.
دښاغلي نورستاني په خبره په تسلیم شوو کې ۴۹ نارینه ۲۱میرمنې او ۴۳ماشومان شامل دي.
فرهاد شهرانی

Share this page to Telegram

Comments