په ننګرهار کې ځانګړو ځواکونو د داعش يو مهم ډلمشر نیولې

comments 0

1 Views

هندوکش – کابل: له کورنیو چارو وزارته په خپور شوي خبر کې راغلي چې، تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې داعش ترهګرې ډلې یو ډلمشر نیول شوې دې.
د خبر له مخې، عملیات د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې ترسره شوي دي.
یاد کس “ابراهیم” نومېږي او په جلال اباد ښار کې یې په بېلابېلو ترورېستي قضیو کې لاس درلود.
له دې کس څخه یو شمېر مهمات هم د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments