په ننګرهار کې په سلګونو مېرمنو د یو لاریون په ترڅ کې له طالبانو د اوربند غوښتي کړې

comments 0

11 Views

هندوکش ـ ننګرهار: په ننګرهار ولایت کې په سلګونو میرمنو د لاریون په ترڅ کې له طالبانو غوښتي چې هر څه مخکې لومړۍ اوربند وکړئ.
راټولي شوې میرمنې وايي، چې د بین‌ الاافغاني ناستې د مرکچي پلاوي دې له شته فرصته ګټه پورته کړي او د دایمي سولې لپاره دې خنډونه له مخې لیرې کړي.
لاریونوالې نجونې او مېرمنې د بین‌الافغاني ناستې له ګډونوالو غواړي او په خاص ډول له طالبانو غواړي چې په هېواد کې د وینې تویدنې او ورور وژنې د مخنیوي په خاطر دې تر هرڅه وړاندې د اوربند وکړي.
دوی په دواړو لوریو غږ وکړ چې د یو او بل پر وړاندې له زغم او حوصلې کار واخلي او له خپلو هغو شرطونو تېر شي د دوی په باور، خپلمنځي خبرې سبوتاژ کوي.
د لاریون ګډونوالې وویل: “زما نوم ثنا صافۍ، خیر دی نور راشئ، سوله وکړئ، څو ټول افغانان په سوله او خوښۍ کې ژوند وکړي، څو راتلونکي نسل ته مو ډادمن هېواد پاتې شي، غوښتنه مو دا ده چې لومړی دې اوربند وشي او بیا دې د سولې ټول شرایط چې په ځانونو عملي شي.”
په ننګرهار کې د پیاوړو ښځو شبکه چې په جلال اباد کې یې نننی لاریون ترتیب کړی و، وایي چې د قطر په مرکز دوحه کې د سولې د بین‌الافغاني ناستې د مرکچي پلاوو چارې یې څارلي او هیله‌ منده ده چې د افغانانو لپاره به یو ښه زیری ولري.
په داسې حال کې چې په دوحه کې د افغان سولې لپاره مرکچي پلاوي د بین‌الافغاني ناستې پر لارو چارو بوخت دي، په جلال‌اباد کې دغو لسګونو مېرمنو یې په ملاتړ لاریون وکړ.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments