په ننګرهار کې له ۱۰۰ زیات وسلوال طالبان وژل شوي دي

comments 0

15 Views

هندوکش ـ ننګرهار: د ننګرهار چارواکي وايي، چې امنیتي ځواکونو د دې ولایت په شېرزاد ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال له ۱۰۰ زیاتو وسلوالو طالبانو ته مرګ ‌ژوبله اړولې او ۱۰ کلي يې له وسلوالو طالبانو له شتونه پاک کړي دي.
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر نن په خپره شوي اعلامیه کې راغلي، چې د مړو او ټپیانو دقیق شمېر او د جګړې وخت ‌یې نه‌ دی ښودلی.
په اعلامیه کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د څلورمې پلې لوا د قوماندان جنرال محمد کریم نیازي له قوله راغلي چې وايي د دې عملیاتو په ترڅ کې د وسلوالو مخالفینو لخوا یو شمېر ځای پر ځای شوي ماینونه هم کشف او شنډ شوي دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments