په ننګرهار کې له موتر بم چاودنې مخ نیوې شوې

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت له رسنیز دفتر نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان امنیتي ځواکونو په یو لړ ځانګرو عملیاتو کې له موټر بم چاودنې مخنیوې کړې.
د خبرپاڼې پر بنسټ، موټر بمب د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ په ډکې سیمه کې د امنیه قوماندانۍ پولیسو له لورې هغه نیول شوې دې.
خبرپاڼه زیاتوي چې ، په کې په زیاته اندازه چاودیدونکې توکې د موټر بم چاودنې په موخه ځآی پر ځای شوي وو.
د مالوماتو له مخې تروریستانو غوښتل،چې یاد موتر بم ته د نیکمرغه لویه اختر د خوښیو په شیبو کې په جلال اباد ښار او يا نورو سیمو کې چاودنه ورکړي،چې د بیدارو پولیسو له لورې موخې ته تر رسیدو وړاندې ونیول شو.
د یو بل خبر له مخې د خوږیاڼو ولسوالۍ په مربوطاتو کې بهرنیو ځواکونو د وسله والو طالبانو په یو مرکز هوایي برید کړی،چې په ترڅ کې د دوو قوماندانانو په ګډون ۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د دې برید پر مهال ملکي وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی .
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments