‘په ننګرهار کې لسګونه نور داعشیان حکومت ته تسلیم شوي’

comments 0

0 Views

هندوکش ــ ننګرهار: د ننګرهار چارواکي د دې ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش ډلې د لسګونه نورو غړو د تسلیمېدو خبر ورکوي.
په اچین ولسوالۍ کې چې په افغانستان کې د داعش پلازمېنه بلل کېده پرون یکشنبې، د داعش ډلې ۴۹ نورو جنګیالیو ځانونه افغان ځواکونو ته تسلیم کړل.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي وویل چې له دې ډلې سره ښځې او ماشومان هم یوځای دي.
هغه وايي: “په اچین ولسوالۍ کې له سختو عملیاتو او د داعش ډلې له ماتو وروسته نن ۴۹ داعش وسله وال چې ۲۱ مېرمنې او ۴۳ ماشومان هم ورسره دي، افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول. ”
ښاغلی خوږیاڼی زیاتوي چې دې کسانو خپلې سپکې او درنې وسلې هم افغان حکومت ته سپارلي دي.
په دې وروستیو کې د داعش ډلې اړوند له زرو زیات کسان چې له نیمايي زیات یې وسله وال جنګیالي دي او سلګونه ښځې او ماشومان هم ورسره دي په څو جوپو کې په ننګرهار ولایت کې تسلیم شوي دي.
د افغانستان د بشري حقونو د سازمان رییس لعل ګل لعل له افغان حکومت څخه غواړي چې د داعش له وسله والو سره د ژنیو د کنوانسیون له اصولو سره سم چلند وکړي خو ښاغلی لعل دا خبرداری هم ورکوي چې د هغوی په ماشومانو کې د احتمالي تندلارو افکارو خطر ته باید جدي پام وشي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي د دې وسله والو او د هغو کورنۍ په خوندي ځایونو کې ساتل کېږي.
ښاغلي خوږیاڼي زیاته کړه چې دا کورنۍ به تر هغه وخته په دې ځایونو کې ساتل کېږي چې افغان حکومت د هغو د برخلیک په اړه نوې پرېکړه کوي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments