په ننګرهار کې سږ کال د زيتونو حاصلات ډير ښه شوي

comments 0

0 Views

هندوکش ـ ننګرهار: په ننګرهار کې سږ کال د زیتونو د حاصلاتو ډيروالي بزګز هیله من کړي دي.

د ننګرهار د کانال رئيس غلام حضرت عبدالرحیمزي د آزادۍ راډيو ته په مرکه کې ويلي دي چې د تیرو کلونو په پرتله سږني حاصلات بې ساري دي.

نوموړی وايي چې د تيلو په برخه کې يي حاصلات ۱۵ مليونه افغانۍ او د اچارو په برخه کې تر اتو ميليونو افغانيو پورې لوړ شوي دي.

نوموړی وايي چې ددې ډيروالي لامل دادی چې دې ونو ته دوی په روان کال کې پاملرنه ډيره کړې او ډيرې ونې د ناروغيو په مقابل کې دواپاشي شوي او هم کروندګرو ته لنډه روزنه ورکول شوې.

هغه زیاتوي چې راتلونکې ته به تر دې هم حاصلات ډير شي.

دا په داسې حال کې ده چې د حکومت د پاملرنې په لړ کې سږ کال افغاني ميوې تر اروپا پورې ورسيدې، زعفران په نړۍ کې اول شول، د میوو د پروسس او بسته بندۍ چار چټک شوی او په ننګرهار کې د زیتونو تر څنګ د لیمو او نارنج سږني حاصلات هم بې ساري دي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply