په ننګرهار کې د 59،5 ملیونو افغانیو ښونځي جوریږي

comments 0

154 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار مومندري او غني خېلو ولسوالیو کې د ۵۹،۵ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د دوو ښوونځیو دبنسټ ډبرې کېښودل شوې، چې د سیمې زرګونه زده کوونکو ته به د سرپنا اسانتیاوې پکې برابرې شي.

چارواکي وایي، په دې کې هغه ښوونځې هم شامل دي، چې د څلوېښت کلن ځنډ وروسته د تورخم ښارکوټي کې د شمشاد دنګ غر ته نږدې د لومړي ځل لپار یې د جوړولو چارې پیل شوې.

دننګرهار والي حیات الله حیات وویل دا لومړی ځل دی چې دتورخم ښارګوټي کې دشمشاد غره ته نږدې دیوه ښوونځي دجوړېدو چارې پیل کېږي.

حیات همداراز زیاته کړه چې ډېر ژر به په مومندرې ولسوالۍ کې دلمریزې برېښنا دشبکو دجوړولو چارې پیل کړي دنوموړي په خبره په دې ولسوالۍ کې پوهنیز بهیر پیاوړتیا ورته ترهرڅه لومړیتوب لري.

دننګرهار والي حیات الله حیات وايي،

ویاړم چې وروسته له ۴۰ کلونو څخه د دیورنډ کرښې سره نږدې زموږ بچو ته د لومړي ځل لپاره ښونځی جوړیږي

په همدې حال کې دننګرهار دپوهنې رییس حسیب الله شینواري وایي، سږ کال په ننګرهار کې د۱۹۰ښوونځیو ته دوانۍ او ورسره داحاطې دیوالو جوړوي چې له یادې شمېرې څخه یې ۶ښوونځي په مومندرې ولسوالۍ کې جوړیږي.

دننګرهار دپوهنې رییس حسیب الله شینواري وایي، زه په ولسونوباندې غږ کوم چې د ۱۹۰مکاتبوترڅنګ موږ خپل ولس لاس په لاس شوترڅو هغه مکتبونه چې شاګردان یې ترشنه اسمان لاندې زده کړې کوي ورته د سرپناه زمینه برابره کړو.

په ورته وخت کې دمومندري ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکې هم له ورته اقدامه خوښ دي او غوښتنه کوي چې په دې ولسوالۍ کې دې پاتې ښوونځيو ته هم دسرپنا لپاره ودانۍ جوړي شې ترڅو دښوونځیو زده کوونکي له شته ستونزو خلاص شي

دننګرهار دپوهنې ریاست دمسوولینو په خبره چې ټاکل شوې سږکال به په ننګرهار کې یوسلو نوي ښوونځيو ته دسرپنا ودانۍ او ورسره داحاطې دیوالونه جوړيږي چې په دې وروستیو کې دډېرو شکایتونو وروسته کارونه ګړندې شوې دي

فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments