په ننګرهار کې د مخدره موادو قاچاق په تور اوه کسان نیول شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د کورنیو چارو وزارته په خپور شوي خبر کې راغلي چې، د افغان امنیتی ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې اوه کسان نیول شوي دي.
د خبر له مخې، یاد کسان د ننګرهار ولایت په سره رود، بهسود او شینوارو ولسوالۍ کې د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې پولیسو په یول لړ چاڼیز عملیاتو کې نیول شوي دي.
خبر زیاتوي، چې اوه تنه چې په شپږو موټرو کې یې بېلابېل نشه يي توکي ځای پر ځای کړي وو نیول شوي دي.
له یادو کسانو څخه ۱۷ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شوي او یو میل کلاشینکوف یې هم د پولیسو لاسته ورغلی دی.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments