په ننګرهار کې د غازي امان الله خان پر مزار د ګلونو ګيډۍ کيښودل شوه

comments 0

0 Views

هندوکش: په ننګرهار کې د افغانستان د آزادۍ د ګټونکي غازي امان الله خان پر مزار د ګلونو ګيډۍ کيښودل شوې.

په دې مراسمو کې د ننګرهار والي، د قول اردو قومندان، امنيه قومندان، د ملي امنيت رئيس، د ملي شورا غړو، مدني فعالانو، سياستوالو، روڼ اندو، قومي مخورو او ځوانانو ګډون کړی وو.

په ننګرهار کې په دې مراسمو کې ولسونو غازي امان الله خان تر ټولو ډير  حقدار وباله.

دولتي مسولينو هم له ولسونو ددې ورځې لپاره د نيول شویو مراسمو له امله مننه وکړه.

امنيتي ادارو ډاډ ورکړچې دوی به په ټول هیواد کې د ازاد ملت امنيت ونيسي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *