په ننګرهار کې د طالبانو او داعش ډلې تش په نامه دوه ولسوالان ونیول شول

comments 0

13 Views

هندوکش ـ ننګرهار: کورنیو چارو وزارت وايي، چې ځانګړو ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د ننګرهار سره ‌رود او سپین غر ولسواليو لپاره د وسلوالو طالبانو او داعش ډلې د ولسوالانو مرستیالان نیولي دي.
د دغه وزارت ویاند طارق ارین په دې اړه خپل ټوېټر کې لیکلي، چې د سره‌ رود ولسوالۍ لپاره د وسلوالو طالبانو نومول شوی مرستیال ولسوال امیرالله او د سپین غر ولسوالۍ لپاره د داعش ډلې نومول شوی مرستیال ولسوال قدرت الله د امنيتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.
د ارين په خبره د یادو عملیاتو په ترڅ کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د افغان ځانګړو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
تر اوسه یادو ډلو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments