په ننګرهار کې د داعش وسلوالو دتعلیم او تربيې مسول ځان پولیسو ته تسلیم کړ

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: دننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د داعش وسلوالو دتعلیم او تربیې مسول له یو میل توفانچې او دوه لاسي بمونو سره یوځای ځان پولیسو ته تسلیم کړ.
دننګرهار ولایت درسنیو له مرکز څخه په خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي، چې تسلیم شوي کس فریدون نومیږي او دکابل ولایت د قره باغ ولسوالۍاصلي اوسیدونکي دي یاد شخص داعش په لیکو کې دنعمان باجوړي په نوم فعالیت کاوه،خبرپاڼه زیاتوي، چې نوموړي ۱۸ میاشتي له داعش وسلوالو په لیکو کې فعالیت کړي او دحقیقت په درک کولو څخه وروسته یې دافغان دولت له مخالفت څخه لاس واخیست او ځان یې پولیسو ته تسلیم کړ.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments