په ننګرهار کې دیوه خونړي برید مخه ونیول شوه

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: دملي امنیت موظفینو دننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ دصندوق کلي ګټو په سیمه کې د داعش وسلوالې ډلې دوسلو او مهماتو یوه زیرمه لمړي کشف کړي او وروسته یې نیولې ده.
دملي امنیت موظفینو له یادې زیرمې څخه ۲ ځانمرګي واسکټونه،۲بوشکې،۳کړۍ چسپکي ماینونه او یو ۵ کیلويي ماین له نوموړې زیرمې څخه ترلاسه کړي دي.
دملي امنیت له لوري په خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي دي، چې داعش وسلوالو غوښتل دخپلواکي ورځې مراسم ګډوډ کړي،چې په پایله کې موخې ته رسیدو وړاندې یې پلان شنډ شو.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments