په ننګرهار کې دوه طالبان وژل شوي او درې نور نیول شوي

comments 0

25 Views

هندوکش – کابل: ملي امنيت په یوه خپره شوي اعلامیه کې رسنیو ته ویلي چې تېره شپه ملی امنیت ځانګړو ځواکونو د شېرزاد ولسوالۍ اړوند توتو ساحه کې د طالبانو د ځپلو په موخه شپني عملیات ترسره کړي چی په دغه عملیاتو کې دوه تن طالبان وژل شوی، او درې تنه طالبان یې ژوندي نیولې دي.
له نیول شويو طالبانو څخه (۲) پایه د آی کام مخابرې او یو مقدار انفجاریه مواد ځانګړو ځواکونو لاس ته ورغلې او په همغه ځاي کې یې له منځه وړي
په ترسره شوي عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ملکي وګړو ته کوم زیان ندي اړولی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments