په ننګرهار کې دوه تنه د وسلو قاچاق په تور نیول شوي دي

comments 0

772 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې امنیتي ځواکونو پو یو لړځانګړو عملياتو په ترڅ کې دوه تنه د وسلو قاچاق کوونکي د ۵۱ وسلو او لس زره فيره مرميو سره يو ځای ونيول.
د خبرپاڼې له مخې په دغه وسلو او مهماتو کې ۲۱ ميله کلاشنکوفونه، ديرش ميله تومانچې او لس زره فيره بېلابېل ډوله مرمۍ شاملې دي.
يادې وسلې او چاوديدونکي توکي د غواګانو بار مازدا ډوله موټر کې په ډير مهارت سره ځای پر ځای شوي و، نيول شويو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او په امنې قومندانۍ کې ترې نورې څيړنې او پوښتنې روانې دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments