په ننګرهار کې دوه تنه د داعش ډلې سره د اړیکو په تور ونیول شول

comments 0

2223 Views

هندوکش ـ ننګرهار: د ننګرهار ولایت د رسنیز دفتر څخه په خپره شوي خبر پاڼه کې راغلي، چې د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت په کامې ولسوالۍ کې یو لړ ځانکړي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې دوه تنه د داعش وسلوالې ډلې سره د همکارۍ په تړاو نیولي دي.
دفتر زیاته کړه، چې دا دوه تنه تېره ورځ د کامې ولسوالۍ په ټاپو کلي کې داعش ډلو ته د جلب او جذب په تور نیول شوي دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments