په ننګرهار کې دداعشیانو لس کسیزه ډله له منځه وړل شوې ده

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې« ننګرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ په اغزو او داودزي سیمو کې تېره شپه د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې د یادې ولسوالۍ لپاره د داعش نظامي مسؤل او یو قوماندان په ګډون د دوی نهه غړي وژل شوي دي .»
خبر له مخې، په وژل شوو کسانو کې د چپرهار لپاره د داعش نظامي مسؤل ډاکټر بلال،مهم قوماندان قاري نجیب مشهور په ابوبکر او د دوی ۷ نور غړي شامل دي.
خبرزیاتوي« ،همدا راز د داعشیانو یو مرکز چې په کې د شپې دوربین،۹ میله کلاشینکوف،۵۰ شاجورونه، ۱۱ پرتلې،لاسي بمونه،مخابرې،د داعش مهم اسناد،چاودیدونکې او نور توکې وو،هم لمنځه وړل شوی دی .»
د وژل شوو داعشیانو جسدونه په سیمه کې پاتي دي .
د چپرهار ولسوال محمد صدیق دولتزی وایي، د ترسره شوو عملیاتو پر مهال ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی .
بلخوا د سيمې خلک هم وايي چې په وروستیو کې د داعش پر ضد په شویو عملیاتو کې ډيرې سيمې امن شوي دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments