په ننګرهار کې دافغان ځواکونو په ملاتړ غوڼده ترسره شوه

comments 0

12 Views

هندوکش – ننګرهار: دننګرهار ولایت په شیرزاد ولسوالۍ کې قومي مشرانو، دیني عالمانو،ځوانانو او دمدني ټولنو استازو په یوه لویه جوړه شوې غونډه کې له افغان امنیتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
دشیرزادو ولسوالۍ اوسیدونکو له افغان ځواکونو مننه وکړه، چې په نوموړې ولسوالۍ کې یې پراخ عملیات په لاره اچولې دي،دوي وايي دافغان ځواکونو له لوري په اچین ولسوالۍ کې د تصفیوي عملیاتوپه پایله کې داعش وسلوال هره ورځ افغان دولت ته تسلیمیږي.
دغونډې په پاي کې دشیرزادو ولسوالۍ ولسوال له قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو مننه وکړه، چې دخپل نظام ملاتړ کوي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments