په ننګرهار کې داعش او طالب ترهګرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

0 Views

هندوکش ـ ننګرهار: په ننګرهار کې په اچين او خوګياڼيو ولسوالۍ کې د داعش يو مهم مرکز او د طالبانو يو مرکز په نښه شوی چې يو شمېر ترهګر پکې وژل شوي دي.

په خوګياڼيو کې په يو هوايي بريد کې چې پرون تر سره شوی دی درې طالب وسله وال وژل شوي دي.

د ۲۰۱ سيلاب قول اردو د رسنیو د برخې مسولینو له هندوکش سره په خبرو کې ويلي دي چې دوهم بريد په اچين کې د داعش پر يو مهم پټنځای شوی دی چې ۱۳ داعش ترهګر پکې وژل شوي دی.

د دوی په خبره په وژل شویو کسانو کې د داعش يو قومندان د قاري ثاقب په نوم هم شامل دی.

د يو بل خبر له مخې پرون د ورځې په لړ کې په چپرهار کې هم د داعش ترهګرو پر څو مراکزو ځانګړو ځواکونو عملیات کړي دي چې څلور داعش ترهګر پکې وژل شوي دي او دوه نور ټپيان شوي دي.

د عملیاتو په لړ کې په اچين کې د داعش او طالبانو له لوري په لویه لار کې خښ شوي درې کړۍ ماينونه هم له منځه وړل شوي دي.

هیره دې نه وي چې په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *