په ننګرهار کې جنایی جرمونو په تور یولس کسان نیول شوي دي

comments 0

856 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۱۱ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو لکه: تاوتریخوالی، جعل او تذویر په تړاو نیولي دي.
په ننګرهار کې امنیتي چارواکي وایي د یادو کسانو له منځه شپږ تنه په جلال اباد ښار کې د تاوتریخوالي او پنځه کسه د جعلي پېژندپاڼو، پاسپورټونو او جعلي ویزو لګولو په تور نیول شوي دي.
د یادونې ده چې له دې کسانو څخه یو شمېر جعلي اسناد هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments