په ننګرهار کې بیلابیلو جرمونو په تور طالب او داعش په ګدون 17 کسان نیول شوي دي

comments 0

2521 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار دملي امنیت منسوبینو د تېرې اونۍ په موده کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې د دوو پاکستانیانو په ګډون ۸ تنه داعش،۳ تنه وسله وال طالبان او ۶ تنه نور د قاچاق ، اختطاف اوهدفي وژنو په تور نیولي دي.
د راپورونو له مخې، د ملي امنیت منسوبینو محمد سعید او حمزه د پاکستان هېواد ،نعمت ولی او امانت د اچین ،ابراهیم د روداتو ،عبد الله د بټي کوټ ، مسیح الله د چپرهار ولسوالیو اوسیدونکي او عمران د کنړ ولایت اوسیدونکی د داعش ډلې غړي د دوه میله تفنګچې سره نیول شوي.
همداراز سمندر د کوټ،محمد هادي د بټي کوټ او امین الله د خوګیاڼو ولسوالیو اوسیدونکي د وسله والو طالبانو فعال غړي او سید محمد د دوربابا ولسوالۍ،ځاځی د پروان ولایت ، شفیع الله ،نعیم ،ګل او مجاهد د لغمان ولایت اوسیدونکي د اسلحې او تاریخي اثارو، قاچاق،اختطاف او هدفي وژنو په تور نیولي،دوی سره درې میله تفنګچې ،درې میله کلاشینکوفونه او ۸۰۰د پیکا او کلاشینکوف مرمیو سره ونیول شول.
د یادولو وړ دی،یاد وسله وال په هدفي وژنو،د ماینونو لیږد ،ماینونو ځای پرځای کولو او یو شمیر نورو تخریبي کړنو په ښار او ولسوالیو کې لاس درلوده.
یادکسان په خوګیاڼو،اچین،کوټ،بټي کوټ.چپرهار،دوربابا او دجلال اباد ښار په مربوطاتو کې نیول شوي او په خپلو جرمونو اعتراف کړي دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments