په ننګرهار کې اته داعش وسلوال له سولې پروسې سره یو ځای شول

comments 0

2 Views

هندوکش ـ ننګرهار: د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د امنیتي او کشفي ځواکونو په هلو ځلو سره اته تنه داعش وسلوال افغان ځواکونو ته تسلیم او لس تنه طالبان د سولې له پروسې سره یو ځای شوي دي.
د یاد ولایت د رسنیو له دفتره په خپره شوي خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دې ولایت د کشفي ځواکونو په هڅو په خوګیاڼو، بټي کوټ، هسکه مېنه او چپرهار ولسوالیو کې ۸ تنه داعش وسلوال افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
خبرپاڼه وايي، چې یادو داعش وسلوالو سره وسلې هم وې چې افغان ځواکونو ته یې تسلیم کړي دي.
خبرپاڼه همدا راز زیاتوي، چې ورته مهال دې ولایت کې لس تنه طالب وسلوال د سولې له پروسې سره یو ځای شوي دي.
سرچینه وايي، یادو وسلوالو خپلې وسلې هم امنیتي ځواکو ته سپارلې دي.
د یادونې وړ ده، چې د ننګرهار ډیری ولسوالۍ پخوا د داعش تر جدي ګواښ لاندې وی او ولسونه یې د خپلو ظلمونو ښکار کړي وو، مګر اوس د ننګرهار همغه ولسوالیو کې چې د داعش خوځښتونه پکې پراخ وو خلک یې په ارامۍ خپل عادي ژوند ته ادامه ورکوي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments