په ننګرهار ولایت کې د داعش وسلوالو دځپلو په موخه تصفیوي علمیات پیل شول

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: چارواکي وايي،دننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې دافغان ځواکونو له خوا داعش ترهګرو پرضد تصفیوي عملیات پیل شول.
چارواکي زیاتوي، چې په نوموړو عملیاتو کې دپیاده ځواکونو سربیره هوايي ځواکونه یې هم ملتیا کوي.
دننګرهار ولایت درسینو له مرکز څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې نوموړي علمیات یې د داعش وسلوالو دځپلو او له منځه وړلو په موخه په لاره اچولي دي.
بل لوري دننګرهار ولایت امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي، چې دننګرهارو لایت په مرکز جلال اباد کې یې دتلاشۍ امنیتي پوستې ځاي پرځای کړي، ترڅو ننګرهاریان په امن کې ژوند وکړي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments