په ننګرهار او لوګر کې د درییو ماین چاودنو څخه مخنیوی شوی دی

comments 0

4 Views

هندوکش ـ کابل: کورنیو چارو وزارت په یو بیان کي ویلي، چې د ملي پولیسو منسوبینو په ننګرهار او لوګر ولایتونو کې د دوه جلا کشفي عملیاتو په ترڅ کې له درېیو ماین چاودنو مخنیوی کړی دی.
وزارت وايي، چې ترهګرو یاد ماینونه په تازه‌ ګۍ سره د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ په سنګیني کلي کې د سړک پر غاړه او د لوګر ولایت د مرکز پل علم ښار په اړوند سیمو کې د ترورېستي پېښو په موخه ځای پر ځای کړي وو.
ترهګرو غوښتل له دې لارې ملکي مرګ ژوبله رامنځته کړي، چې له نېکه مرغه د پولیسو منسوبینو د هڅو په پایله کې دا ترورېستي پېښې شنډ شوې دي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments