په ننګرهارکې ۳ تنوطالب وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

8 Views

هندوکش ـ ننګرهار: د ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې طالبانو د یاد ولایت په حصارک ولسوالۍ ګندمک سیمه کې د سړک پر غاړه ماین ځای پرځای کړی و، چې له امله یې ماین پرې چاودنه کړې او په پایله کې ۱ تن طالب وسلوال وژل شوی او ۲ تنه نورټپیان شوي دي.
ځايي چارواکي وايي، چې وسلوال طالبان د سولې ملي پروسې ته درناوی نه لري او هره ورځ د افغان ځواکونو په پوستو اولویو ښآرونو کې ترهګریزې کړنې ترسره کوي.
په ورته مهال کې دننګرهار مدني فعالان اوځوانان دجګړې په ښکیلو لوریو په ځانګړي ډول په طالبانو غږ کوي، چې له جګړې لاس واخلئ او سولې ته غاړه کېږدئ.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments