په میرمن کایتلن بانډې د حقاني ډلي لخوا جنسي تیري او د پاکستان حکومت نوې ډرامه!

comments 0

0 Views

شاوخوا پنځه کاله وړاندې د کایټلن کولمين په نامه امريکايي مېرمن او د هغې کاناډايي خاوند جاشوا بویل د حقاني شبکې جګړه‌ مارو لخوا وتښتول شول او د پاکستان قبایلی سیمي کرمې ایجنسی کې ساتل کیدل او د یاد هیواد د پوځ په لارښوونه پنځه کاله د حقاني ترهګری ډلي په بند کې ول. چې په یاده موده کې د کولمين او بويل درې اولادونه هم پیدا شوي دي، جاشوا له آزادیدو وروسته ادعا کړی چې د نوموړی یوه کوچنۍ لور د حقاني ډلي لخوا وژل شوی او څو ځله یې پر میرمن هم د حقاني ډلي لخوا جنسي تیری شوی دی. جوشوا بویل زیاته کړی ده طالبان چې ځان ته اسلامی امارت وایی تیر کال یې د دې قضیي په اړه د تحقیقاتو امر وکړ او دې نتیجي ته هم ورسیدل چې دا جنایت حقاني ډلي کړی دی، خو پایله یې تر اوسه لا معلومه شوی نده، طالبان باید د دغو دواړو پیښو (قتل او تجاوز) عاملینو ته سزا ورکړي.
خو حقاني شبکې په وار وار د دغې جوړې د خوشې کولو په بدل کې د انس حقاني په ګډون د حقاني کورنۍ د دريو نورو بنديانو د خوشې کولو غوښتنه کوله، خو د افغانستان حکومت لخوا د دوي دغه غوښتنه په وار وار سره رد شوه، وروسته له هغه چې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان او سيمې په اړه خپله نوې سټراټېژي اعلان کړه او پر پاکستان د امريکا فشارونه زيات شول، د دغه هېواد پوځ، استخباراتو او ملکي حکومت له بېلابېلو لارو هڅې وکړې چې دغه فشارونه تر ممکن حد پورې کم کړي او هڅه یې وکړه چې د سيمې زورور هېوادونه د ځان ملګری کړي.
چين، ايران، روسيه او ترکيه هغه هېوادونه وو چې تر نورو وړاندې د پاکستان سترګه ور اوښته، خو له امريکا سره د ټانټو ژوولو په بدل کې يوه هم زړه ښه نه کړ چې پاکستان ته لاس ورکړي، خو له هغه وروسته پاکستان د امريکا لمن ونيوه او استازي يې افغانستان ته را ولېږل او هڅې يې پيل کړې چې په دې توګه د امريکا له فشارونو ځان وساتي.
داسې هم وويل کیږي چې له څه مودې راهيسې ای‌ایس‌ای پر حقاني شبکه فشار راوستی وو چې بايد پر پاکستانيانو د امريکا د فشار کمولو د پاره دغه کاناډايي امريکايي کورنۍ خوشې کړي، خو حقاني کورنۍ ټينګار کاوه چې بايد د دغو کسانو د خوشې کولو په بدل کې د دوی د کورنۍ درې تنه خوشې شي، خو پاکستان بيا بيا ويل چې پر دوی د امريکا فشار زيات دی او اوس د دې وخت نه دی چې له امريکايانو سره چنې ووهي.
دا هغه څرګند حقیقت دی چې د افغانستان حکومت د یادې کورنۍ له یرغمل کیدو څخه څه موده وروسته دا په ډاګه کړه چې تښتول شوي کورنۍ د افغانستان له خاورې ایستل شوی او د ډیورند له کرښې هاخوا قبایلي سیمو ته لیږدول شوی ده، دا هم باید له نظره ونه غورځول شي چې یرغمل شوی کورنۍ چې له پیله بیا د خلاصیدو تر وخته په کوم ځای کې چې ساتل کیدل د پاکستان حکومت پری خبر او د دوي په لارښوونه او دستور تر بند لاندې ول، کله چې د امریکا لخوا پر پاکستان د تروریزم څخه د ملاتړ له وجهي فشارونه زیات شول، نو پاکستان مجبوره شو تر څو د دغې بهرنۍ کورنۍ په خلاصیدو سره یوه نوې ډرامه په لاره واچوي، هغه دا چې مونږ یاده کورنۍ د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د حقاني ډلي له منګلو آزاده کړه، حال دا چې د حقاني ډلي دغه خبره رد کړي او زیاته کړی ده چې دوي دغه کورنۍ پرته له کومو عملیاتو څخه خوشي کړي ده.
له دغو خبرو دا څرګندیږي چې پاکستان اوس هم له تروریزم سره په مبارزه کې ریښتینی ندي او د دغو دوه مخو سیاستونو په درشل کې غواړي چې یو ځل د امریکا اعتماد تر لاسه کړي، اوس امریکا ته په کار ده چې پاکستان له هرې ممکنې لارې چې کیږي دې ته مجبور کړي چې په دغه لاره کې ریښتیني ګام پورته کړي ترڅو له خپلو عوامو فریبو څخه لاس واخلي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *